Asset 1SWN

د کابل‌‌ـ‌‌کندهار پر لویه‌لار ټرافیکي پېښه کې ۳۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

1000390026

د غزني قره‌باغ ولسوالي کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې نژدې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي نن (دوشنبه، اسد شپږمه) سلام‌وطندار ته وویل، پېښه د قره‌باغ ولسوالي «عسکرکوټ» سیمه کې د ۴۰۴ مسافروړونکي او تېلو ټانکر ترمنځ شوې.

ده وویل، پېښه کې ۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۱ نور ټپیان شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزني د عامې روغتیا رییس محمد ځیرک رنځورمل هم وايي، روغتون ته ۶ جسدونه او تر ۳۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.

د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو تېز سرعت او بې‌احتیاطۍ په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام