د پکتیکا ولایتي مسولان وايي، برمل ولسوالي کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ICRC په مالي مالي ۱۵۰۰ کورنيو ته نغدي مرسته وويشل شوه.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته د برمل ولسوالي د کونډ، منګړیتی، شین سترګی، علی خیل، لمن، اوزبرګی او رغذی کلیو کې له ۱۵۰۰ جنګ ځپلو، بېځایه شوو، کډوالو، کونډو، یتیمانو، بېوزله او معلولانو سره شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې زياته شوې چې هرې کورنۍ ته ۲۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوي، ترڅو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
د سیمې اوسېدونکو هم یاده مرسته اړينه بللې او د کاري زمينو برابرېدو او د بنسټيزو پروژو پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.