Asset 1SWN

سلام وطندار

اندونیزیا کې د ښوونځي ودانۍ نړېدو له امله ۳۶ زده‌کوونکي مړه شوي

ششششششششششششش

د اندونیزیا د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې مسوولان وايي چې د ښوونځي د ودانۍ د نړېدو له پېښې وروسته د مړو شویو زده‌کوونکو شمېر له ۱۶ څخه ۳۶ ته لوړ شوی دی.

دا پېښه د تېرې اوونۍ په پای کې رامنځته شوې او د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتي دي.

د یادې ادارې مسوولانو نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه په یوه راپور کې ویلي چې د پېښې له نړېدلې ودانۍ لاندې لاهم ۲۷ زده‌کوونکي، چې ډېری یې د ۱۳ څخه تر ۱۹ کلونو ترمنځ هلکان دي، بند پاتې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ژغورنې ډلې وايي چې د سختو حالاتو سره سره، د خټو، خاورو-ډبرو او باراني هوا د دوی د لټون عملیات له خنډ سره مخ کړي دي.

چارواکي وایي، د ودانۍ د نړېدو اصلي لامل لا تراوسه په بشپړ ډول نه‌دی معلوم، خو د سیمې د خلکو په وینا، د بارانونو له امله د ځمکې ښویېدنې او زړو ودانیو کمزورتیا د دې پېښې مهم عوامل ګڼل کېږي.

د اندونیزیا حکومت د پېښې له قربانیانو سره د مرستې ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د دیني مدرسې د ودانیو د خوندیتوب د ارزونې لپاره به یوه ځانګړې څېړنیزه ډله جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام