د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، دې وروستیو کې له ایرانه د را اېستل شویو افغانانو له ډلې څه باندې۳۵۰ زره یې په وړیا توګه خپلو ولایتونو او سیمو ته لېږدول شوي.
هغه نن (سهشنبه، سرطان ۱۷) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کډوال د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري خپلو سیمو ته رسول شوي دي.
د یادونې ده چې دې وروستیو دوو اونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو اېستل زیات شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي، هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۸زره افغان وګړي د دوغارون له پولې خپل هېواد ته ستنېږي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR وویل، روان میلادي کال کې له ۱.۴ میلیون څخه ډېر افغانان په سختو شرایطو کې راستنېدو ته اړ اېستل شوي چې نامالوم وضعیت سره مخ دي.
یواناچسيار اندېښنه ښوولې چې له ګاونډیو هېوادونو په پراخه کچه د افغانانو راستنېدل بشري بحران رامنځ ته کوي او اړتیا ده چې ورسره بېړنۍ مرستې وشي.