Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کډوال پاکستان

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وايي چې پرون «شنبه، سلواغې یوولسمه، ۳۵۰ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څځه بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.

د یاد کمېسیون په وینا، اته کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پُل له لارې، څلور کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې، ۲۰ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې او ۳۱۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

راپور زیاتوي چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.

بل‌خوا، د ملګروملتونو سازمان ویلي چې یوازې ۱۱سلنه بېرته راستنېدونکي پر کار بوخت دي چې دا چاره د راستنېدونکو د اقتصادي ستونزو اندېښنې لازیاتوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د کار، سرپناه او بنسټیزو خدمتونو نشتوالی د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې سترې ننګونې رامنځته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام