Asset 1SWN

سلام وطندار

بېرته راستنېدونکو ته په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي

1000180620

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شویو کورنیو ته ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ویلي، ټاکل شوې چې دغه ښارګوټي پر ۱۲۰زره جریبه ځمکه ورغول شي.

د نوموړي په وینا، دغه پروګرام به بېرته راستنېدونکو ته د ژوند لومړني شرایط برابر کړي. فطرت زیاته کړه چې د یادو ښارګوټو جوړولو او نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره یو میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوي چې د سرپرست حکومت له کورنۍ بودیجې ورکول کېږي.



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د هرات د کهسان ولسوال او اسلام‌کلا بندر کې د بېرته راستنېدونکو ته د رسېدنې کمېتې مسوول عبدالغني کامل وايي چې یاد بندر کې بنسټ‌ییزې پروژې پلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر ګړندی شوی چې هره ورځ زرګونه کسان د اسلام‌کلا  له لارې هېواد ته داخلیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام