د ملګري ملتونو چارواکي وايي چې غزه کې د جګړې د پیل راهیسې تر دې مهاله ۳۴۱ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه کسان د تېرکال د اکتوبر میاشتې له اوومې راهیسې وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویاند سټيفان دوجاریک ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې غزه کې د بشري مرستو د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۳۴۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په یوې خبري ناسته کې کړې دي.
هغه وویل: «زموږ بشري شریکان هم خبرداری ورکوي چې د پوځي ځمکنیو عملیاتو، د ملکي سیمو د بمباریو او د ناچاوده مهماتو د شتون له امله د خوړو ځايي سېسټمونه ویجاړ شوي دي.»
په ورته مهال غزه کې د روانې جګړې او د اسراییلو د بریدونو له امله زرګونه کسان د لوږې له وړ ګواښ سره مخ دي.
په دې لړ کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د روانې کلابندۍ له امله ګڼشمېر کسان د خوړو، اوبو، روغتیايي او نورو خدمتونو له نشتون سره مخ شوي دي.