Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلي پوځ د ریزرف سرتېرو ۳۴سلنه مېرمنې د طلاق په اړه فکر کوي

Untitled

د اسراییلو د «یدیعوت اخرونوت» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسراییلي پوځ د نږدې نیمایي ریزرف سرتېرو مېرمنې وايي چې د جګړې له امله یې، خپلو خاوندانو سره کورنۍ اړیکې زیانمنې شوې دي.

په دغه راپور کې چې د یکشنبې پر ورځ خپور شوی، ویل شوي چې ۳۴سلنه د دغو سرتېرو مېرمنو څرګنده کړې چې د اړیکو دا زیان دومره زیات شوی چې هغوی یې د جلا کېدو یا طلاق په اړه فکر کولو ته اړ کړي دي.

یادې پایلې د اسراییلو د احصایې مرکز له هغه څېړنیز راپور څخه دي چې د ریزرف ځواکونو پر کورنیو د خدمتونو د اغېزو په تړاو خپور شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورځپاڼې لیکلي چې څېړنه ښيي، هر څومره چې د ریزرف ځواکونو د خدمت ورځې ډېرې شي، هغومره د هغوی په ګډ ژوند کې د ستونزو د رامنځته‌کېدو امکان زیاتېږي.

راپور همداراز د دغو سرتېرو پر ماشومانو د رواني اغېزو او د کورنیو د لاډېر ملاتړ اړتیا ته هم اشاره کړې ده.

د غزې جګړې له پیله تراوسه د اسراییلو پوځ لسګونه زره ریزرف سرتېري د خدمت لپاره ورغوښتل شوي او په بدل کې یې هغوی ته یو لړ اقتصادي او ټولنیز امتیازونه ټاکلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام