په کولمبیا کې د پوځ یوه الوتکه له الوتنې لږ وروسته غورځېدلې چې له امله یې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د یاد هېواد د دفاع وزیر پېدرو سانچېز ویلي چې دا «غمجنه پېښه» د هېواد په سوېل کې د پورتولېګیوسامو په سیمه کې رامنځته شوې چې د پوتومايو ولایت پورې اړه لري. دغه سیمه د پېرو او اکوادور سره پوله لري.
د پوتومايو والي جان ګابریل مولینا ویلي چې په پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۲۱ نور لاهم نهدي پېژندل شوي.
د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، دا هرکولیس سي-۱۳۰ الوتکه وه چې د لاکهيډ مارټن له لوري جوړه شوې او پوځیان یې د پوتومايو ولایت بل ښار ته لېږدول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دفاع وزیر زیاته کړې چې الوتکه د الوتنې له ځایه یوازې شاوخوا ۱.۵ کیلومتره لرې لوېدلې ده. د هغه په وینا، په الوتکه کې د اورلګېدو له امله مهمات چاودېدلي چې زیان یې نور هم زیات کړی دی. هغه دا هم ټینګار کړی چې د «غیرقانوني ډلو د برید» هېڅ نښه نهده لیدل شوې.
د کولمبیا د هوايي ځواک قومندان کارلوس فرناندو سیلوا ویلي چې د ټپیانو د لېږد لپاره دوه الوتکې، چې ۷۴ بستره لري، سیمې ته استول شوې دي څو هغوی روغتونونو ته، په ځانګړي ډول پلازمېنې بوګوټا ته، انتقال کړي.