Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۳۳ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي

68434007-44cb-40c0-b22a-05b3e1d5231d

د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له دغه ولایت څځه ۳۳روږدي کسان راټول او وروسته پلازمېنې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د امنیې قومنداني ویاند، مولوي احمدالله انس، سلام‌وطندارته وویل چې دغه روږدي کسان د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له هڅو سره د مرکز پل‌علم، برکي‌برک او څرخ ولسوالیو څخه راټول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان د درملنې لپاره په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې کمپ ته استول شوي دي.

انس وایي، راټول شویو روږدو کسانو ته نه یوازې روغتیایي درملنه برابره شوې، بلکې د سالم ژوند، ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا زده‌کړې او د کاري فرصتونو زمینه هم ورته مساعده شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام