Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۹۳ میلیونه افغانۍ د پوهنې اړوند ۳۲ پروژې پیل شوې

۱۲۱۲۲۲

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د ۱۹۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۳۲ رغیزنو پروژو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه پروژې په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې پيل شوي چې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه،«په دغه پروژو کې ۱۳ ښوونځیو ته په ټولو ملحقاتو سمبال ودانیو او ۱۹ نورو ښوونځیو ته د اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي، چې چارې به یې په معیاري توګه د پوهنې ریاست له څار لاندې بشپړې شي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له بشپړیدو او پرانیستې سره سم به په دغه ولایت کې زرګونه زده‌کوونکي چې اوس د سرپناه نشتون له امله ستونزو سره مخ دي اسانتیاوې ترلاسه کړي.

د مرکز پل‌علم یوه ښوونکي میرویس سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د ۳۲ ښوونځيو د جوړونې او رغونې چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه، اوس په مرکز پل‌علم او لروپرتو ولسوالیو کې لسګونه بابه ښوونځي شتون لري چې د ودانیو نشتون له امله یې زده‌کوونکي له پراخو ستونزو سره سره په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې اوس لوګر کې ۲۷۶ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، څه باندې ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل بابه ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام