Asset 1SWN

سلام وطندار

په یوه ورځ له ایرانه ۳۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

کډوال ایران

د هرات مسوولان وايي، تېره ورځ چهارشنبه د سرطان په ۴مه څه باندې ۳۰ زره افغانان له ایران څخه هېواد ته راګرځېدلي.

د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس او د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول مولوي احمدالله متقي وویل، دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ کې په دومره شمېر افغانان هېواد ته راستنېږي او د کډوالو کمیسیون د بیرته راستنېدونکو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړي.

هغه زیاته کړه، د کډوالو د راګرځېدو لړۍ په عادي ډول جریان لري او سلګونه نور افغانان هم هېواد ته د راتلو په حال کې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی همدارنګه وویل، د لومړنیو خدماتو له وړاندې کولو وروسته، بیرته راستنېدونکي بېلا بېلو ولایتونو کې خپلو اصلي مېنو ته لېږدول کیږي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د هرات مسوولانو ویلي، د ورځې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوالو له ایرانه هېواد ته راستنېږي چې له دې ډلې ۷۰ سلنه یې په داوطلبانه ډول راځي او ۳۰ سلنه نور په جبري توګه را ایستل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام