Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۳۰۰ پولیس له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

3cacca5c-61cc-47e2-9f42-b20d4d0ce988

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ ملي پولیسو ته مسلکی روزنه ورکړل شوې ده.

د یادو پولیسو  فراغت غونډ ته د میدان‌وردګ ولایت امنیه قوامنداني مرستیال مولوي خلیل‌الرحمن احمد وویل، دغه پولیسو د یاد ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې درې ورځنۍ مسلکي زده‌کړې لیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد پولیسو ته له ولس سره د غوره چلند، چک‌پواینټ پرمهال اصولي او قانوني چلند کول او همدارنګه د اداري اصولو ته جدي پام کولو برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، ددې زده‌کړو څخه موخه امنیتي منسوبینو د اداري، عقیدوي، نظم، مدیریت او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

د غونډې په پای کې فارغیو شویو پولیسو هم ژمنه وکړه چې له ولس سره به غوره چلند کوي او د اسلامي امارت ټول اصولو او قوانینو ته به جدي پام کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام