د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د نن پنجشنبې سهار راهیسې، د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
الجزیرې خبري شبکې غزه کې د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې په سوېل کې د بېځایه شویو پر پناه ځای د اسراییلو په برید کې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور بیا د غزې په لوېدیځ کې مړه او ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې رسنیو دفتر وايي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو د بېځایه شویو پناه ځایونه او مرکزونه په نښه کړي دي. هداراز اسراییلو هغه کسان هم په نښه کړي چې د مرستو ترلاسه کولو په لټه کې وو.
د غزې مرکزونه او پناه ځایونه چې تر ډېره ښوونځي او عامه ځایونه دي، زرګونه ملکیان پهکې مېشت دي چې د اسراییلو له لوري پرې وخت ناوخت بریدونه کېږي.