Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو برید له امله ۳۰کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي

11212122

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو د برید له امله لږ تر لږه ۳۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې دې ښوونځي د جګړې بې‌ځایه شوي مېشت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسراییلو بیا ویلي، برید کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې له دې ودانۍ یې ګټه اخیستله.

حماس ډلې بیا ویلي چې په دې برید کې ۱۵ ماشومان او اته مېرمنې وژل شوي دي. برید د دیرالبلاح ښار په مرکزي سیمه کې شوی دی.

غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي. پر غزې د اسراییلي ځواکونو د برید راهیسې، تر دې مهاله څه باندې ۳۹زره کسان وژل شوي او له ۹۰زره ډېر نور ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

میلیونونه کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او همدومره نور له سختې لوږې سره مخ دي. د غزې په جګړه د اسراییلي ځواکونو څه باندې ۳۲۸ سرتیري هم وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام