د برازیل چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د سختو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۰ کسان مړه شوي او نږدې ۴۰ نور لاهم نادرکه دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه نن چهارشنبه،فبرورۍ ۲۵مه، په مېناس ګېرایس ایالت کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي، سېلابونه د سختو بارانونو له امله راوتلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برازیل ولسمشر لوویز اېناسیو لولا ډيسېلوا پر خپله اېکسپاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د جویز ډيفورا ښاروال ویلي چې تراوسه له ۴۴۰ څخه ډېر کسان بېکوره شوي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې د نادرکه کسانو د موندلو لپاره لاهم هڅې روانې ساتلي دي.
برازیل تېرکال هم د ورته مرګونو سېلابونو شاهد و چې د ګڼو کسانو د مړینې او پراخو مالي زیانونو لامل شوي وو.