Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۳۰ روږدي کسانو درملنه شوې

میدان وردک

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت له مرکز میدانښار او ولسوالیو څخه ۳۰ روږدي کسان راټول کړي او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د میدان‌وردګ له نشه‌يي توکو سره د مدیریت مدیر حاجي سیدجان حاجي ملا سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان له مرکز میدانښار او ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو په همکارۍ راټول کړي وو او په پلازمېنه کابل کې تر درملنې وروسته میدانښار کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل چې یادو کسانو تر درملنې وروسته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه هم بشپړ پوهاوی ورکړل شوی  او له دغو کسانو ژمنه اخېستل شوې چې له دې وروسته به نشه‌یي توکي نه‌کاروي.

هېره دې نه‌وي چې له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ په ګاونډ لوګر کې هم امنیتي ځواکونو لسګونه پر نشه روږدي کسان نیولي او د درملنې لپاره یې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام