Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د غنمو ۳۰ نمایشي قطعې جوړېږي

FB_IMG_1763186434625
د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن شنبه، لړم ۲۴مه، په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بزګرانو ته د ۳۰ نمایشي قطعو جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
دغه مرسته د ياد رياست د کرنیزو چارو امریت اړوند کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د غنمو حاصلاتو د لوړولو او د نویو کرنیزو طریقو د عامولو په موخه د خوست په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو سره شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلو یوریا سره او ۲۵ کیلو ډي‌پي (DAP)  سره ورکړل شوې ده.

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له بزګرانو غواړي چې د معیاري کرنیزو لارو چارو په پلي کولو کې جدي پام وکړي، څو د غنمو حاصلات زیات او د خوست کرنیز اقتصاد نور هم پیاوړی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام