د بلخ امنیتي مسوولان وايي، د مزار شریف ـ حیرتان پر لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمد عیسی وثیق وویل، پېښه نن (دوشنبه، سنبله ۳) د پیکنیک ډوله موټر چپه کېدو له امله شوې.
ټپیان د درملنې لپاره د ابوعلي سینا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې ټرافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښوول کیږي.
د یادونې ده چې دې وروستیو کې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوي چې ګڼ شمېر ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.