Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د سېلابونو پرمهال ۳ ماشومانو ژوند بایللی

3106e0d3-c2b4-4906-9fa6-014cd0737b0d

د لوګر ځايي مسوولان وايي، مرکز پل‌علم او محمداغې، بره‌کي برک او ازرې ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو سېلابونو پرمهال دریو ماشومانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي.

هغه زیاته کړه چې: «یو ماشومان د محمداغې ولسوالي «پل کندهاري» سیمه کې دوهم ماشوم د بره‌کي‌برک ولسوالي په «شاه‌مزار» سیمه او درېیم ماشوم د ازرې ولسوالي په «ببرو» سیمه کې ژوند بایللی او دوه کسان نور په محمداغې ولسوالي کې ټپيان شوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې سېلابونو لوګر کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

 پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولانو ویلي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.

پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد تېره ورځ سلام‌وطندار ته وویل، دغو سېلابونو کې شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام