Asset 1SWN

سلام وطندار

شرافت‌ زمان: درېو میاشتو کې ۳.۸ میلیونه ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې

DSC02127

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت‌ زمان امرخېل سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، د ۲۰۲۵کال وروستیو درېوو میاشتو کې ۳.۸ میلیون ناروغانو د هېواد دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې د نږدې ۲.۴ میلیونه ناروغانو عمرونه له ۵ کلونو زیات دي. ۱.۴ میلیون هغه ناروغان دي چې له پنځو کلونو کم عمر لري.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، دا هغه ناروغان دي چې ټوخي، زکام او تنفسي ناروغانو باندې اخته شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر ټولو ډېره د یادو ناروغیو اصلي لامل د هوا ککړتیا بلل شوې ده.

هغه وویل: «یقینا تېرو کلونو ته دغه واقعات زیات شوي او زمونږ د ولسونو لپاره د اندېښنې خبره ده، په دغسې حالاتونو کې باید ولسونو ته عامه پوهاوی وشي د ناروغانو ګراف باید راټيټ شي، د وقایوي تدابیرو په عملي کولو پر وخت درملنې عملي کولو سره مخه یې ونیسو.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ارقام د ټول هېواد دي او ډېره سلنه یې پر نفوسه ښارونو کې ده. یاد وزارت همداراز ویلي چې د ناروغیو مخنیوي په تړاو یې عامه کنفرانسونه جوړ کړي، څو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام