غزه کې د اوربند ټينګښت سره هممهاله روغتیايي چارواکي وايي چې تر خارو-ډبرو او ویجاړیو لاندې د ایسار پاتیو جسدونو د راوېستلو هڅې روانې دي.
د دوی په وینا، تر دې مهاله ۹۷ جسدونه له خاورو او ډبرو رااېستل شوي او وېره ده چې لاهم ګڼشمېر جسدونه تر خاورو لاندې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ۹۷ جسدونه د غزې شمال په رفح ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې پیدا شوي دي.
پر غزې د اسراییلو د برید له پیل تر پایه څه باندې ۴۷زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې، ښځې او ماشومان وو.
همداراز د بریدونو او نښتو پرمهال څه باندې ۱۱۰زره کسان بیا ټپیان شوي دي. بلخوا د فلسطین ملکي دفاع ادارې اټکل کړی چې غزه کې به د ویجاړیو لاندې شاوخوا ۱۰زره جسدونه پاتې وي.
د فلسطین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند محمودباسل بیا وايي چې ۲۸۴۰ جسدونه په بشپړه توګه ویلې شوي او هېڅ نښه او نښانې یې، نهښکاري.
ډېری بېځایه شوي چې خپلو مېنو ته ستانه شوي، یوازې یې، د کورونو ویجاړۍ او نړېدلې دیوالونه موندلي دي.