Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې د سېلابونو پرمهال ۲۸ کسانو ژوند بایللی

سېلابونه هېواد تلفات

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې مسوولان وايي، هېواد کې د وروستیو دریو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۸ کسانو ژوند بایللی او ۴۹ نور ټپیان شوي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد نن دوشنبه حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ سلام‌وطندار ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، د حمل له شپږمې نېټې راهیسې تر اوسه د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېدنې، تندر او برښنا له امله په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندي، لوګر، کندهار، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنگان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان او لغمان ولایتونو کې ۲۸ کسان مړه شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل: «د هېواد په څو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۸ کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي. ۵۶۸ کورونه په بشپړه او یا هم جزوي توګه ویجاړ شوي. د دې ادارې د شمېرو له مخې، ۲۴ د اوبو څاه‌ګانې، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۳۰ د اوبو رسولو شبکې او ۲۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او له ۲۰۰ څخه ډېر څاروي له منځه تللي دي..»

د دې ادارې ویاند یوسف حماد زیاتوي چې د دغو طبیعي پېښو له امله په ټولیز ډول ۱۱۳۰ کورنۍ زیانمنې شوي چې ورته مرستې رسېدلې دي.

ورته وخت کې د هغو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي چې د دغو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او کرنیزې ځمکې یې له منځه تللې، وایي چې تراوسه یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې او له حکومته د خوراکي او نغدو مرستو غوښتنه کوي.

د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی محمد چې د سېلابونو له امله یې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، وایي:

«په دې سېلاب کې زموږ د کورنۍ درې غړي شهیدان شول او تر اوسه موږ سره هېڅ مرسته نه‌ده شوې. موږ له دولته د مرستې غوښتنه کوو.»

د هرات د پښتون‌زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی علي‌رضا وایي چې د سېلابونو پرمهال یې له ۷ جریب څخه زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.

هغه وویل: «د سېلاب له امله مو ډېر زیانونه ولیدل. دامهال زموږ له ۷ جریب زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي. زموږ سیمه کې د خلکو له ۴۰ تر ۵۰ جریبه پورې ځمکې هم سېلاب وړي او ویجاړې کړي. موږ هیله درلوده چې سږ کال به د خپلې کورنۍ نفقه له همدې کرنې برابره کړو، خو تر اوسه چا مرسته نه ده راسره کړې. د خوراکي او نغدو مرستو غوښتنه لرو.»

اخوا، د پروان ځايي مسوولان وایي چې د سختو ورښتونو او د غر ښویېدنې له امله د دې ولایت سرخ‌پارسا ولسوالۍ کې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي.

همداراز، ننګرهار کې هم سختو بارانونو او سېلابونو تلفات اړولي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي ویلي، د سختو ورښتونو له امله د دوو کورونو چتونه نړېدلي چې له امله یې یوه ښځه مړه شوې او ۱۰ کسان ټپیان شوي.

هغه وویل: «تېرو څو ساعتونو کې د ننګرهار مرکز او ټولو ولسوالیو کې سخت باران شوی. له بده‌مرغه، په وروستۍ پېښه کې یو کس شهید شوی او ۱۰ نور کسان د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ټپیان شوي. د سروې ټیمونه سیمې ته لېږل شوي او له ارزونې وروسته به زیانمنو کورنیو ته مرستې برابرې شي.»

د یادونې ده چې د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې دغو سېلابونو ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي او د زیانمنو سیمو اوسېدونکو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې اغېزمنې شوې ټولنې باید هېرې نه شي او بېړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام