Asset 1SWN

خوست کې په ۳.۳ میلیونه ډالرو د ۲۸ رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

خوست ښار

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د مرکز متون ښار شپږو ناحيو کې يې د ۳.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۸ پروژو چارې بشپړې کړې دي.

په بشپړو شویو پروژو کې د ۳۳ کيلومتره په اوږدوالي د فرعي سړکونو او کوڅو کانګريټ‌ شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال د يادو پروژو د ګټې‌اخیستنې په اړه جوړو شویو مراسمو ته وويل چې يادې پروژې د ښار بېلابېلو برخو کې بشپړې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ښار فرعي سړکونه او کوڅې په پاخه او کانګريټي ډول رغول شوي چې ورسره به د ښاريانو ژوند کې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه وويل په يادو پروژو ټول‌ټال ۳,۳ ميلونه ډالره لګښت راغلی چې د يونپس «د پروژي خدماتو لپاره د ملګروملتونو» ادارې له‌خوا ورکول شوی دی.

ښاروال زياتوي چې يادو پروژو کې ۹زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه. په ورته مهال د خوست ښار اوسېدونکي هم د يادو پروژو د پلي‌کېدو له امله خوښ دي.

د خوست مرکز متون د شيخ زايد پوهنتون د استادانو ښارګوټي یوه اوسېدونکي اسلم هڅاند وويل چې پخوا يې کوڅې خامې او کنډ-کپر وې چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي وويل چې په ځينو هستوګنيزو سيمو کې لاهم کوڅې او فرعي سړکونه خام پاتي چې د جوړېدو لپاره يې بايد ښاروالي اقدام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام