د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دوو پرلهپسې ورځو په اوږدو کې د بهرامچې له لارې نږدې ۲۷۷ راستنېدونکې کورنۍ چې ټول ۱۶۱۸ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.
د هلمند د مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د ولایت مقام په مشري د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټو لهخوا دغو کورنیو ته د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه بشپړه شوې او اړوند اصولي کړنې شوې دي.
د نوموړي په وینا، یوازې د دوشنبې پر ورځ ۱۲۷ کورنۍ چې ۷۶۸ کسان وو او د سهشنبې پر ورځ ۱۵۰ کورنۍ چې ۸۵۰ غړي یې درلودل، هېواد ته راستانه شوي او اړوندو ادارو لهخوا ورته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ریاض زیاتوي، د ترانسپورت ریاست په مشرۍ د لېږد کمېټې د دغو کورنیو د انتقال چارې سمبال کړي، همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر مشرۍ لاندې خدماتي کمېټې د خوراکي او څښاکي توکو ترڅنګ نور بنسټیز مواد هم ورسره مرسته کړې ده.
د مستوفیت ریاست تر څار لاندې مالي کمېټې د بېرته ستنېدونکو لپاره مالي مرستې ترسره کړې او د موقتي مېشتېدنې کمېټې د دوی د لنډمهاله استوګنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوشمېر راستنېدونکي د هېواد خاورې ته په ستنېدو خوښي څرګندوي او وايي چې دا ګام ورته د امنیت او هیلو نوی فصل پرانیزي. خو دوی ټینګار کوي چې لاهم د دایمي هستوګنې، کار او زدهکړو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
محمد امین چې تازه هېواد ته راستون شوی، وايي: «موږ له کلونو وروسته خپل وطن ته راستانه شو. حکومت مو ښه هرکلی وکړ، خو هیله لرو چې د کور او کار په برخه کې هم مرستې وشي.»
همدارنګه یو بل راستنېدونکی شاولي وایي: «موږ د حکومت له خدماتو خوښ یو، خو زموږ لویه غوښتنه دایمي سرپنا او کاري فرصتونه دي، ځکه سرپنا ډېره مهمه ده.»
بهرامچه د هلمند په سوېل کې هغه مهم سرحدي بندر دی چې په وروستیو میاشتو کې د بېرته راستنېدونکو افغانانو اساسي مسیر ګرځېدلی دی.
د چارواکو په وینا، د دې لارې له لارې هره اوونۍ سلګونه افغان کډوال د اسلامي امارت تر همکارۍ لاندې هېواد ته ګرځي راګرځي او د هغوی د دوامدار ملاتړ لپاره د بیارغونې او ادغام پروګرامونه هم تر کار لاندې دي.