د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د لغمان چاپیریال ساتنې ریاست له لوري په دغه ولایت کې ۲۷۰۰۰ د بادامو نیالګیو کینولو بهیر پیل شو.
د لغمان د چاپیریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د ساتنې مدیر محمد فهیم صدیقي سلاموطندار ته وویل، د بادامو نیالګي د مرکز مهترلام اړوند ګلارام، میدانیو او حکیماباد کلیو کې کېنول کیږي.
د صدیقي په وینا، یاد نیالګي د چاپیریال ساتنې، د کرنې پراختیا، اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د سیمې خلکو د عاید لوړولو او د ځنګلي منابعو د پراختیا په موخه کېنول کیږي.