لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له شته غذایي بانکونو څخه ۲۷۰ ټنه خواړه ترلاسه شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند په مرکز او ولسوالیو کې د څارویو د خوړو د تولید نهه غذايي بانکونه شتون لري چې د یادو بانکونو له ادرسه ۲۷۰ ټنه د څارویو خواړه تولید کړي چې تر ډېره د څارویو لپاره مناسب خوراکي مواد برابر شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، یاد غذايي بانکونه د سویډن کمېټې له لوري جوړ شوې چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته پهکې د کارکولو زمینه برابره شوې ده.
هېره دې نه وي چې په دې ورستیو لوګر ولایت کې د لویو او وړو څارویو د ساتنې او پالنې برخې پرمختګ کړی دی.