د ننګرهار رسنيو دفتر خبر ورکړی چې دغه ولايت کې د ۱۴۸ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبورسولو ۲۷ شبکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د اوبو رسولو له یادو شبکو شاوخوا ۱۳زره کورنۍ ګټه اخلي.
د دغه ولایت د رسنيو دفتر زياته کړې چې د يادو شبکو پرانېسته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير ملامحمد يونس اخندزاده او د نورو ولايتي چارواکو په شتون کې شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرچينه زياتوي، دغه شبکې د تورخم عمري کمپ او ۱۷ نورو ولسواليو کې جوړې شوې دې.
همدې حال کې بيا د ياد ولايت د کليوبيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمتالله مبارز وایي، روان کال يې په بېلابېلو برخو کې ۱۵۲ پروژې تطبيق کړي چې ۳۵ هغه یې د اوبو شبکې وې.