Asset 1SWN

سلام وطندار

پر لبنان د اسراییل بریدونو کې ۲۵۴ کسان وژل شوي

AP26098446874433-1775652832

د راپورونو پر اساس، پر لبنان د اسراییل د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي او تر زرو ډېر ټپیان دي.

د لبنان د ملکي دفاع ادارې د مالوماتو له مخې، د اسراییل دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته، د بیروت په مرکزي برخه کې په ګڼو سوداګریزو او استوګنیزو سیمو پرته له کوم خبرداري شوي.

پر لبنان د اسراییل دغه بریدونه داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څه باندې یوې میاشتې جګړې وروسته تېره ورځ وویل، د ایران پر وړاندې بریدونه د دوو اونیو لپاره ځنډوي.

دې سره، د برتانیې او فرانسې بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې لبنان دې هم د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هوکړه کې شامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام