د هرات محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه نن «دوشنبه، غبرګولي پنځمه» د یوه تولیدي شرکت له لوري ۲۵ ټُنه اچار اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال دغه ګام ستایلی او ټينګار یې کړی چې د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په ورته مهال د «ګلنواز» تولیدي شرکت مشر نوراحمد علیزايي وايي چې دغه اچار د محلي کروندګرو له کرنیزو محصولاتو جوړ او په وینا یې، له نړیوالو معیارونو سره سم چمتو شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریس بشیرمحمد سیرت وايي چې د اچارو دغه جوپه ۲۵ ټُنه وزن لري او په پام کې ده چې دغه شرکت په راتلونکې کې د صادراتو کچه لوړه کړي.
په ورته مهال د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیراحمد بهادري بیا وايي چې هرات د زاعفرانو، انګور، شاتو، بادرنګ، اچار، انځر او هوږې په څېر کرنیز محصولات لري چې ډېری برخه کې صادرېږي.