پرې غزې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو په لړ کې تېره ورځ د برید پرمهال د یوې کورنۍ د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، اګسټ ۲۹مه راپور ورکړی چې دغه کسان د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الاقصی روغتون مسوولانو ویلي چې یاد شپږ ماشومان او مور او پلار یې، د غزې تړانګې په دیارالبلاح کې د اسراییلو له لوري وژل شوي.
د یادو ماشومانو نیکه محمدعواد الخطاب الجزیرې ته ویلي: «زما لور، د خپل میړه او شپږو ماشومانو سره یوځای، په دیارالبلاح کې په خپل کور کې په ارامه ویده وه، یو اسراییلی توغندی د دوی پر خونه ولګېد؛ ټول کور ړنګ شو او دوی ټول ووژل شول.»
هغې همداراز زیاته کړه «دې بې ګناه ماشومانو څه ګناه کړي وو؟ ایا دوی اسراییلو ته کوم خطر وو؟ ایا وسلې یې، په لاس کې وې؟
په ورته مهال پرون یکشنبه، وفا خبري اژانس راپور ورکړی چې پر جبالیه کمپ د اسراییلو برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
په ورته مهال د همدې کورنۍ څلور نور کسان هم د همدې کورنۍ چې دوه ښځې هم پهکې شاملې دي، وژل شوي دي.
اووه نور کسان بیا چې درې ماشومان هم پهکې شامل دي، په نصیرات کمپ کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال وژل شوي دي.