Asset 1SWN

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي

DEIR AL-BALAH, GAZA - JUNE 6: Palestinians stand on a road as black smoke rises over a building following the Israeli attacks in Deir al-Balah, Gaza on June 6, 2024. (Photo by Ali Jadallah/Anadolu via Getty Images)

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، اګسټ ۱۲مه راپور ورکړی چې د فلسطین د احصایې مرکزي ادارې ارقام ښیې، اسراییلي ځواکونو د اکتوبر له ۷ راهیسې د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه نفوس وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور له مخې، ۷۵ سلنه قربانیان د ۳۰ کلونو څخه کم عمرونه لري.

سیمه کې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلو پوځ د غزې په سوېل کې وروسته له هغې، خلکو ته له خپلو سیمو د وتلو امر کړی چې خان‌یونس کې پر یوه ښوونځي د برید پرمهال څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

اسراییلو د جګړې له پیله د غزې په بېلابېلو سیمو کې په وار وار د وتلو امر کړی دی. د غزې شاوخوا ۲.۳ میلیونه وګړي څو ځله د جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

ډېری فلسطیني وګړي، په خېمو او یا هم ښوونځیو ته پناه وړې او د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې‌برخې دي.

غزه کې د روغتیا وزارت وايي چې د روانې لس میاشتنې جګړې پرمهال تراوسه ۳۹۸۹۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې، ښځې او ماشومان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په روانه جګړه کې څه باندې ۹۲زره کسان ټپیان، په میلیونونه بې‌ځایه او زرګونه نور بیا د اسراییلو زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام