د لوګر د استیناف محکمي مسوولان وایي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې، د لوګر له زندان څخه د دوو ښځو په ګډون ۲۴ کسان ازاد او د ۵ ښځو په ګډون د ۲۹ زندانیانو د موده راکمه شوې ده.
د دغه ولایت د استنیاف محکمي ریيس شیخ محمدګلاب فاروقي په دې اړه جوړه شوې یوې غونډې ته وویل، یاد کسان د ا.ا د مشرتابه د ځانګري فرمان له مخې ازاد شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، په ازادو شویو زندانیانو کې دوه میرمنې هم شاملې دي.
بلخوا د لوګر امنیه قومنداني د زندان مدیر ملا رحمتالله عمري وویل، اوس مهال د لوګر ولایت په زندان کې شاوخوا ۱۹۰ تنه زندانیان چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي د بند شپې او ورځې سباه کوي.