Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې نن ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه جګړه

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې نن «شنبه، اګسټ دویمه» ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 په وژل شویو کې ۱۳ کسان مرسته ترلاسه کوونکي وو چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش مرکز مخې‌ته ولاړ وو.

همداراز غزه کې د لوږې له امله د څو نورو کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی. تراوسه غزه کې د لوږې له کبله ۱۶۲کسان مړه شوي چې ۹۲ یې ماشومان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله غزه کې څه باندې ۶۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۴۷زره کسان بیا ټپیان دي.

تېره ورځ هم د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور بیا ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام