Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي

baghlan

د بغلان امنیې قومنداني یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت دوشي ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپیان شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه د دوشي ولسوالي اړوند د «سنګ‌سلاخ» ښوونځي سیمه کې د بار وړونکي او ۵۸۰ ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې.

دې پېښه کې په دواړو موټرو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بغلان امنیې قومنداني زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي چې تر ډېره په کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام