Asset 1SWN

هند کې د ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوي

hypatia-h_3891effdc4aad5a3301e29b6fccdaf1e-h_bc00f3dd21c4f4ef8b117b2514f0499a-300

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ «بېهار او اوډېشا» ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوې دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه، مې۳۱مه راپور ورکړی چې د ګرمۍ دغه څپه به د شنبې تر ورځې روانه وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي چې هند دا مهال د ریکارډ کچې ګرمي تجربه کوي چې د روانې اوونۍ پرمهال د یاد هېواد پلازمېنې نوي ډيلي بېلابېلو سیمو کې د ګرمۍ کچه ۵۲.۹ سانټي‌ګراډ ثبت شوې.

د هند هواپېژندنې ادارې «ای‌اېم‌ډي» اعلان کړی چې تمه ده، راتلونکو ورځو کې د یاد هېواد شمال، لوېدیځ او مرکزي سیمو کې د ګرمۍ کچه کمه شي، خو ختیځو سیمو کې به د ګرمۍ څپې تر دوو ورځو دوام ولري.

د چارواکو په وینا، د مړو شویو کسانو له ډلې یې ۱۴ په بېهار ایالت کې دي چې لس یې د روانو ټاکنو له تنظیموونکو څخه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لس نور کسان بیا د دغه هېواد په اوډېشا ایالت کې د سختۍ ګرمې له مړه شوي. د یاد ایالت چارواکو د دې کسانو له مړینې وروسته، اوډېشا کې له کور بهر د ورځې له ۱۱ تر ۳۰ بجو د کارکولو پرمهال خلکو ته سپارښتنې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام