د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د ۵۴زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو ذخیره کولو لپاره ۲۳زره کندې کیندل شوي دي.
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو د خوراک او کرنې نړیوال سازمان(FAO) په مالي مرسته او د بشري خیریه موسسې(OHW) په تخنیکي همکارۍ، په سپینبولدک ولسوالي کې د ۲۳زره کندې کیندل وشي دي.
یادې کندې د سیمې د کرنې او مالدارۍ مسوولانو تر څار لاندې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي: «د دغو کندو د کیندلو چارو لپاره ۲۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې دا چاره د ۴۰ ورځو په موده کې ترسره شوه.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «د پروژې له لارې هر کارکوونکي ته ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شوي. دا پروژه د سیمهییزو خلکو لپاره هم د کار زمینه برابروي، هم د باراني اوبو د راټولو له لارې د اوبو د کمښت مخنیوی کوي او هم د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړوي.»
د کرنې ریاست مسوولان همداراز وايي چې د دې کندو جوړېدو سره به د سیمې ډېری بزګران او مالداران له ستونزو وژغورل شي.
څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم د کندهار نېش ولسوالي کې، د FAO مالي ملاتړ او دOHW تخنیکي همکارۍ له لارې، د ۴۰زره ډالرو په ارزښت ۱۵زره کندې جوړې شوې وې.