Asset 1SWN

سلام وطندار

پنجشېر کې ۲۲۳۵ قیراط زمرد په ۱۷۷۳۵۰ ډالر پلورل شوي

زمرد

د پنجشېر له څلورو کانونو څخه ایستل شوي ۲۲۳۵ قیراط زمرد، د ۱۷۷،۳۵۰ امریکایي ډالرو «یوسل او اووه اویا زره، درې سوه پنځوس» په ارزښت، د یوې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لتون، نن (سه‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه) سلام‌وطندار ته وویل چې دا مزایده یا داوطلبي په علني ډول شوې او دغه زمرد د کورنیو سوداګرو له‌خوا اخیستل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پنجشېر والي محمداغاحکیم، د کانونو پراختیا او سوداګرۍ ته د پاملرنې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د دغو کانونو د معیاري او فني استخراج لپاره به جدي او منظمې هڅې دوام ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لټون څرګنده کړه چې د نن ورځې د داوطلبۍ په مراسمو کې نه یوازې د قیمتي ډبرو افغان سوداګر، بلکې د پنجشېر ځوان پانګه‌والو او سوداګرو هم ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د محلي چارواکو په نوښت، د کانونو د استخراج دا بهیر نه‌‌یواز ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، د سوداګرۍ پراخ فرصتونه یې هم رامنځته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام