Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات څخه ۲۲زره ټنه طبي بوټي نړیوالو بازارونو ته صادر شوي

IMG-20260108-WA0012

د هرات ځایي چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې له دې ولایت څخه ۲۲زره ټنه طبي بوټي د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، وايي چې د طبي بوټو دا صادرات د تېرکال د همدې مودې په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په صادر شویو طبي بوټو کې د زرشک لرګي، توره زیره، شنه زیره، شیرین‌بیان، زنجبیل، دارچین، اویشن او یوشمېر نور طبي نباتات شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د والي ویاند ډاډ ورکوي چې د هرات ځایي اداره د کروندګرو، سوداګرو او د طبي بوټو د صادرونکو د ملاتړ په موخه د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د صادراتو د بهیر ښه کولو، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي د زیاتولو لپاره اغېزمن او هر اړخیز ګامونه پورته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام