Asset 1SWN

لوګر کې ۲۲ مزايل او ۱۰۰ ثانیه سوز نيول شوي

۲۲۲۲۲

د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالي کې ۲۲ مزايل مرمۍ نيولي دي.

د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وويل، کشفي او استخباراتي ځواکونو بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «سرخ‌اب» سیمه کې لرې واټن ویشتونکي ۲۲ مزايل مرمۍ او سل متره ثانيه سوز نيولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځلاند زياته کړه، دغه مزايل او ثانيه‌ سوز له يوه پخوانۍ پټن‌ځای څخه ترلاسه شوي دي. د نوموړي په وینا، د يادو مزايلو او ثانيه سوز په تړاو تراوسه  څوک نه‌دي نیول شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بايد وويل شي چې تېره اوونۍ هم د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په بره‌کي، خروار او ازره ولسوالیو کې بېلابېل عملياتونه کړي وو چې د يادو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام