د اسراییلو پر سوېلي سیمو د یمن د حوثي ډلې د ډرون په برید کې ۲۲ کسان ټپیان شوي چې د دوو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د اسوشيېټېډ پرېس د راپور له مخې، د يمن حوثي وسلوالو د يوې چاودېدونکې بېپيلوټه الوتکې په بريد کې چې د اسراییلوسوېل د «ايلات» په نوم د سيلانۍ سيمه کې شوی، ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.
د اسراییلو د بيړنيو خدمتونو ادارې ويلي چې د ټپيانو له ډلې د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.
د اسراییلو د لومړي وزير دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، بنيامين نتنياهو د ايلات له ښاروال «ايلي لنڪري» سره سمدستي ټليفوني اړيکه نيولې ده. نتنياهو د ټپيانو د روغتيا لپاره دعا کړې او د ښار له خلکو سره يې د مورال لوړولو او يووالي پر ساتلو ټينګار کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نتنياهو په دې خبرو کې څرګنده کړه: «پر اسرایییلي ښارونو هر ډول بريد به بېځوابه پاتې نه شي او پر حوثيانو به د هغوی د تروريستي واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره سخت ګوزار وشي.»
دغه بريد په داسې حال کې کېږي چې حوثي ډله له څو مياشتو راهيسې د سره سمندر له لارې د اسراییلو پر اهدافو د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو بريدونه کوي. د شنونکو په باور، د حوثيانو دا بريدونه د سيمې امنيت او د نړيوالې سوداګرۍ د خوندي تګلارې لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.