د هلمند چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د بهرامچې له لارې ۲۱۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي دي.
د هلمند د والي ویاند، مولوي محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته وویل: «ولایت مقام په مشرۍ د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټې د راستنېدونکو کورنیو د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه ترسره کړه او په اړه یې اصولي کړنې ترسره شوې.»
ریاض زیاتوي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په مشرۍ خدماتي کمېټې مهاجرینو ته د خوراک، څښاک او نورو اړینو موادو د برابرولو چارې پرمخ وړي.
په ورته وخت کې، د مستوفیت ریاست تر مشرۍ لاندې مالي کمېټې د مهاجرینو لپاره د مالي مرستو په برخه کې اقدامات کړي او اړینې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ریاض همدارنګه زیاتوي چې د مهاجرینو لپاره به هر اړخیز خدمات وړاندې کېږي او په دې برخه کې بېلابېلې کمېټې په خپل اړونده خدمت بوختې دي.
بلخوا د راستنېدونکو له ډلې محمدویس او شریفالله له دې امله خوښي څرګنده کړې چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، خو له دولته غواړي چې د دایمي سرپنا او کاري اسانتیاوو زمینه ورته برابره کړي.
د هلمند چارواکي وایي، د راستنېدونکو مهاجرینو د اسانتیاوو لپاره بېلابېلې کمېټې په ګډه کار کوي، خو خپله مهاجر بیا دایمي استوګنځي او کاري فرصتونه خپل لومړني اړتیاوې ګڼي.