Asset 1SWN

پر رفح ښار د اسراییلو برید کې ۲۱ ملکیان وژل شوي

19225662_web1_48476312

د غزې د رفح ښار په لوېدیځ کې پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ۱۳ ښځو او نجونو په ګډون ۲۱ ملکي کسان وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر رفح ښار پراخ بریدونه پیل کړي او د یاد ښار ځینو سیمو باندې یې ولکه خپله کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور له مخې، د حماس او اسراییلو ترمنځ د یاد ښار په بېلابېلو سیمو کې سختې جګړې روانې دي.

له رفح د ملکیانو د وتلو هڅې هم له خنډ سره مخ شوي او ډېری هغه کسان چې غواړي له دې ښاره ووځي، په جګړه کې ایسار شوې دي.

په ورته مهال رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو د توپ‌خانو او ډزو له امله د القدس روغتون چې د فلسطین سرې میاشتې ټولنې له‌خوا تمویلېږي، له دې سیمې وتلو ته اړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد روغتون د خانس یونس المواسي سیمې ته لېږدول شوی دی. القدس روغتون رفح ښار کې د محدودو روغتونونو له ډلې دی چې ټپیانو ته به یې لومړنۍ روغتیايي مرستې رسولې.

له دې سربېره پر رفح ښار د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پیل سره هم‌مهاله د ملګروملتونو امنیت شورا د یاد برید په تړاو بېړنۍ ناسته کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام