د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلابېلو اصنافو څخه ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد ټول شوي چې د تېرکال په پرتله ډېروالی ښيي.
خوست ښاروال بسمالله بلال «پنجشنبه، مرغومې ۲۰مه» د تېرو درېوو مياشتو کړنو په تړاو د معلوماتو ورکولو غونډه کې وويل چې روان کال د ښاروالي رياست لهخوا په ښار کې ۳۲ پروژې پيل شوې چې د ځينو يې چارې بشپړې او د پاتو به د کال تر پايه چارې بشپړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، پر يادو ۳۲ پروژو به ۳۹۰ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي چې د ښاروالي له بوديجې ورکول کېږي. د ښاروالي مسوولان زیاتوي چې يادو پروژو کې د ښار دننه د پليتګ لارې، کانالونه، د ښار ښکلا او پراختيا پروژې شاملې دي.
ياده غونډه کې يوشمېر ښاريانو بيا د خوست ښاروالي له کړنو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې ښاروالي د ښار پراختيا او ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي نورمحمد جان سلاموطندار ته وويل چې په ښار کې لاسي کراچيو ګڼهګوڼه جوړه کړې او د مخنيوي لپاره يې بايد ښاروالي لاس پهکار شي.
هغه دغهراز غوښتنه وکړه چې په ښار کې د پروژو پليکېدو پرمهال دې د ښار د پاک ساتلو لپاره هم توجو وشي.
د خوست يوه بل اوسېدونکي ګل ولي شاه وويل چې لا هم د ښار اړوند سيمو کې ځينې سړکونه او کوڅې خامې دي چې ښاريان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د اساسي جوړونې لپاره يې بايد ښاروالي پاملرنه وکړي.