
اسماعیل بقايي: په یوه ناسته کې د هوکړې تمه نهکېده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېچا تمه نه لرله چې امریکا سره به په یوه ناسته کې هوکړه وشي.
اسماعیل بقايي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ایران او امریکا په یوشمېر موضوعاتو کې یوې هوکړې ته رسېدلي، خو د دوو یا درېیوو مهمو مسایلو په اړه لاهم اختلافات شتون لري.