
لوګر کې د بوکسینګ ورزشي سیالي وشوې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د بوکسینګ فدراسیون له لوري، د یاد امریت په همکارۍ، د ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۵۰ غوره جوړو ترمنځ د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د بوکسینګ فدراسیون له لوري، د یاد امریت په همکارۍ، د ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۵۰ غوره جوړو ترمنځ د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د اسراییلو د شمالي جلیل په سیمه کې د خطر زنګونه وهل شوي، څو خلک د هغو راکټونو له ګواښ څخه خبر کړي چې د لبنان له سوېل څخه توغول شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف، پر خپله اېکسپاڼه د اسراییلو پر ضد کړی پوسټ ډیلیټ کړی دی.
هغه په دې پوسټ کې اسراییل د «بشریت لپاره لعنت» بللی و.
راپورونه ښيي چې دا پیغام د اسراییلو له سخت غبرګون وروسته لرې شوی دی. د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نوموړي څرګندونې د نه منلو وړ بللې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې ایران به له هرمز تنګي تېرېدونکو کښتیو څخه پیسې اخلي، تهران ته خبرداری ورکړی دی.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې د هند له لوري درې ټُنه بشري مرسته یې ترلاسه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ۳۰۰ روغتیايي کېټونه، ۵۰ د پخلنځي کېټونه، ۴۹۵ بسترې او ۱۶۵ ترپالونه شامل دي.

د “اتحاد” هوايي شرکت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د کابل او ابوظبي ترمنځ خپلې الوتنې ورځنۍ کړي.
دغه شرکت ویلي، دا پرېکړه د خلکو د پام وړ زیاتې غوښتنې له امله شوې چې یوازې څو اوونۍ مخکې یې په دې مسیر الوتنې پیل کړې وې.

د اسلامي امارت د دفاع وزیر وایي چې خبرې اترې د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لار ده.
محمد یعقوب مجاهد، په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.