د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان سره خبرې رغنده فضا کې ترسره شوې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د چین ارومچي ښار کې پاکستان سره د ستونزو حل په موخه خبرې رغنده فضا کې ترسره شوې. دغه وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو خبرو کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو او د سیمه‌ییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

ډونالډ ټرمپ: د خپلو ګټو ساتنې لپاره به پوځي چمتووالی زیات کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې متحده ایالات به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پوځي چمتووالی زیات کړي.
ټرمپ ویلي چې دغه اقدامات به د امریکا بېړۍ، الوتکې، پوځیان، مهمات او نور اړین وسایل هم تر پوښښ لاندې راولي، څو د هغه په وینا، د کمزوري شوي دښمن پر وړاندې اغېزمن اقدام وشي.

اسراییلو په غزه کې د الجزیرې خبري شبکې خبریال وژلی

په غزه کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې لړۍ لاهم دوام لري او تازه راپورونه ښيي چې د اسراییلو له لوري یو بل خبریال هم وژل شوی دی.

د الجزیرې خبري شبکې خبریال، محمدوشاح پرون «چهارشنبه، اپرېل ۸مه» د غزې ښار لوېدیځ لوري ته د یوې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې وژل شوی ذی. نوموړی د سیمې له هغو خبریالانو څخه و چې د جګړې له لومړۍ کرښې یې د پېښو ژوندۍ خپرونې کولې.