
د لوګر والي: کابل کې پر روغتون برید به بېځوابه پاتې نشي
د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي پر کابل د پاکستان بېګانی مرګونی برید «بشري ضد عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دغه برید به بېځوابه پاتې نهشي.
د والي له دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد برید د روژې مبارکې میاشتې په شپو کې پر یوه روغتیايي مرکز شوی چې له امله یې سلګونه ملکیان شهیدان او ټپیان شوي دي.






