
د اسلامي امارت پاکستان کړکېچ؛ چین د تفاهم رامنځته کولو ته چمتوالی ښوولی
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر وانګيي سره ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمهییزو تحولاتو پر اغېزو خبرې کړي.
وانګ يي ویلي، هېواد یې د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.
