
ذبیحالله مجاهد: د پاکستان بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د تېرو جنایتونو په دوام پاکستان یوځل بیا تېره شپه په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبارد وکړ. هغه ویلي، په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او ځينو سیمو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړي.
